Image
  • لخوا تمویل شوی : GIZ
  • ولایت : Bamyan
  • 2024-01-01 - 2025-12-31

دگرحنده قابله گی تخصصی او چمتو کولوپر اختیا دگرحنده قابله گی خدمتونه

د پروژې معرفی:
په افغانستان کې په ډېرو سیمو کې ښځې او نجونې د روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او له پام وړ ننګونو سره مخ دي. د دې ننګونو څخه یوه لویه ستونزه د مناسب روغتیايي خدماتو نشتوالی او د روغتیايي کارکوونکو کمبود دی چې حامله مېرمنې د مرګ او میر خطر سره مخ کوي. یاد شوي مسایل د مېرمنو، نوزادانو او ځوانو نجونو په روغتیا باندې منفي اغېزې لري.
د ښځو او نوزادانو لپاره یوه کلیدي اړتیا د کیفیت لرونکو روغتیايي خدماتو او د مېرمنو روغتیا ته لاسرسی دی. دا د متخصصو قابله ګانو، د ښځو او ولادت د اضطراري مراقبتونو، او د پس له ولادت مراقبتونه شامل دي. سره له دې، ډېری ښځې د جغرافیایي، مالي یا کلتوري خنډونو له امله دې خدماتو ته لاسرسی نه لري.
ځوانې نجونې هم د روغتیايي خدماتو لاسرسي په برخه کې له مهمو ستونزو سره مخ دي. ډېری نجونې د ولادي خدماتو، لکه د ولادت مخنیوی او جنسي روغتیايي زده کړو ته لاسرسی نه لري.
ابرار خیریه موسسې د GIZ مالي همکارۍ سره یو پروژې طرحه کړې ده چې هدف یې دا دی چې ښځو، په ځانګړي ډول هغو مېرمنو ته چې زیاتره یې بې بضاعته دي او نه شي کولی چې د حمل او زایمان د خدماتو لپاره د لرې پرتو مرکزونو ته لاړ شي، د خپلو سیمه ییزو قابله ګانو له لارې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
دا پروژه به د ۲۰۲۴ کال د پیل څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د بامیان ولایت په ټولو ولسوالیو کې د دوو کلونو لپاره تطبیق شي.
د پروژې عمده هدفونه:
1.    مخ له ولادت خدمات وړاندې کول: حاملې ښځو ته قبل از ولادت خدمات ورکول. 
2.    . وروسته له ولادت خدمات وړاندې کول: بعد از ولادت خدمات ورکول. 
3.    . نوزاد معاینه: نوزادانو معاینه کول. 
4.    . ځوانو نجونو ته مشورې ورکول: ځوانو نجونو ته د حیض د پاکوالي او شخصي نظافت په اړه مشورې ورکول
5.    . ۵. حامله ښځو ته مشورې ورکول: حامله ښځو ته د حمل دوران تغذیه، وروسته له ولادت تغذیه، د شیدو ورکولو ګټې، د حمل پیچلتیاوې، او د کورنۍ پلاننګ په اړه مشورې ورکول. 
6.    . نوې واده شوي ښځو ته مشورې ورکول: هغو ښځو ته چې تازه واده شوي او غواړي مور شي، مشورې ورکول. 
7.    . د ټولنې پوهاوی: د ټولنې نارینه ته د حامله ښځو سره د ښه سلوک او د هغوی د روغتیايي کلینیکونو ته د انتقال لپاره د اسانتیاو د رامینځته کولو په اړه پوهاوی ورکول.
د پروژې ګټه پورته کونکي:
•    حامله ښځې، مېرمنې، او ځوانې نجونې: ۴۱۰۰۰ کسان
•    نوزادان: ۲۰۰۰۰ کسان
•    بالغ نارینه او ټولنه: ۱۱۰۰۰۰ کسان
تمه شوي پایلې:
د پروژې د پای ته رسېدو وروسته، لاندې پایلې تمه کیږي:
•    د قابله ګانو مهارتونه او پوهه ښه والی: د قابله ګانو مسلکي پوهه او مهارتونه لوړول.
•    د مېرمنو او نوزادانو روغتیا ښه والی: د مېرمنو او نوزادانو روغتیا ښه کول.
•    د ځوانو نجونو روغتیا ښه والی: د ځوانو نجونو روغتیا کیفیت ښه کول او د شخصي نظافت د رعایتولو زیاتوالی.
•    د ټولنې پوهاوی زیاتوالی: د شخصي او ټولنیز روغتیا په اړه د خلکو پوهاوی زیاتول.
•    د مېرمنو، حامله ښځو او نوزادانو د مړینې کچه ټیټوالی: د مېرمنو، حامله ښځو او نوزادانو د مړینې کچه کمول.
•    د روغتیا سیستم ښه والی: د خلکو او روغتیايي کلینیکونو ترمنځ د شبکې د جوړولو له لارې د روغتیا سیستم ښه والی.
•    د خدماتو رسولو کچه:
o    ۴۱۰۰۰ ځوانې نجونې، مېرمنې، او حامله ښځې د ګرځنده قابله ګانو له ټیمونو څخه ګټه ترلاسه کوي.
o    ۲۰۰۰۰ نوزاد د ګرځنده قابله ګانو له ټیمونو څخه خدمات ترلاسه کوي.
o    ۱۱۰۰۰۰ بالغ نارینه او ټولنه د قابله ګانو د ټیمونو لخوا د عامه پوهاوي څخه ګټه ترلاسه کوي.
لاسته راوړنې:
د پروژې د پیل څخه تر ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې پای ته رسېدو پورې، لاندې لاسته راوړنې ترلاسه شوي دي:
1.    استخدام: ۲۲ قابله ګانې او ۲۲ قابله ګانو مرستیالان استخدام شوي
2.    تریننگ: د قابله ګانو لپاره دوه ورځنی رفرش تریننگ ترسره شوې
3.    پیژندنه: د قابله ګانو او د هغوی مرستیالانو ته د پروژې پیژندنې غونډه ترسره شوه
4.    رسمي پرانېستل: پروګرام د ابرار موسسې د درنښت لرونکي رئیس، د کابل نه راغلې هیئت، اړوند سکتورونه، او ولایتي کارکوونکو لخوا په رسمي توګه پرانستل شو.
د پروژې په ولسوالۍ کې د خدماتو وړاندې کو:
قابله ګانو خدمات به د بامیان ولایت په لاندې ولسوالیو کې وړاندې شي: مرکز، شیبر، کهمرد، سیغان، یکاولنگ ۱، یکاولنگ ۲، ورس، او پنجاب. 
او د پروژې د پیل څخه تر ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې پای ته رسېدو پورې لاندی خدماتو ترلاسه شوي دي:
ANC خدمات: ۹۶۲  
PNC خدمات: ۶۵۰  
نوې زېږېدلې خدمات: ۴۲۷  
ځوانو نجونو لپاره مشورتي خدمات: ۶۴۰۵  
مردانو لپاره د عامې روغتیا پوهاوی: ۸۷۱۲  
کلینیکونو ته د رفرال قضیې: ۱۱۲  
د ښځو، نارینو، ځوانو نجونو او نوې زېږېدلو ټول خدمات: ۱۷۱۵۶