Image
  • لخوا تمویل شوی : یونیسف
  • ولایت : Laghman
  • 2022-03-01 - 2024-09-30

د محلي ټولګیو د پیاوړتیا او پراختیا برنامه، لغمان ولایت

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق د ۲۰۲۲ سروي پر اساس افغانستان د د بېړني حالت په دریمه درجه کې راغلې چیرته چې ښوونیزې ستونزې په لوړه کچه شتون لري . نو یادو ستونزو د حل لپاره د ابرار موسسی د لغمان ولایت په لسو ولسوالیو کې د کلیوالي ښوونځیو د پراختیا او پیاوړتیا پروګرام پر لاره اچولی دی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق اداره يې مالي ملاتړ کوي. د ابرار خیریه ټولنه چې مرکزي دفتر يې په کابل کې دی او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونې او روزنې او بیړنۍ مرستو په برخو کې کار کوي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق ادارې سره د کلیوالي ښوونځیو د پرمختګ او پراختیا په برخه کې د لغمان ولایت (۶) ولسوالۍ چې هریو قرغه یی، بادپښ، مهترلام، علیشنګ، علینګار او دولت شاه و. د نوموړې پروژې د تطبیق په موخه د پوهنې وزارت سره یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو ترڅو نوموړې پروژه د هوکړه لیک د توکو او پوره همغږۍ سره سمه په آغېزمنه توګه پلې کیږي. د پروژې په اوږدو کې د لغمان ولایت په لسو ولسوالیو کې کابو ۱۵۰۰۰ ماشومان (انجونې او هلکان) د سیمه اییزو ښوونځېو له زده کړو برخمن شول چې په یادې پروژې کې ۴۲۶ محلي ټولګي تاسیس شوي؛ ۳۵۷ یې کلیوالي ټولګې دي او پاتې ۶۹ د انجونو د چټکو زده کړو ټولګي دي. د ټولو ۴۲۶ ټولګیو لپاره ۵۳۵ ښځینه او نارینه ښوونکي ګومارل شوي چې ۸۸ یې همکار ښوونکي دي او د یو لړ ښوونیزو روزنې اخیستي دي او په خپلو ولسوالیو کې په تدریس بوخت دي. برسیره پردې، دې ښوونکو د جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنې څخه د مخنیوي او ماشوم ساتنې او حقوقو په برخه کې درې ورځنۍ رزونه هم اخیستې ده. د دې سربېره د ښوونځیو د مدیریت ۴۲۶ شوراګانی هم په ټولو ولسوالیو کې تاسیس شوي چې په هره ولسوالۍ کې يې شمیر د محلي ټولګیو د شمېر په تناسب سره ټاکل شوي. د پروژه قرارداد فعلاً لپاره په ۱۱ د جدي ۱۴۰۲ پیل او ۹ میزان ۱۴۰۳ به پای ومومي