Image
  • لخوا تمویل شوی : یونیسف
  • ولایت : Paktya
  • 2023-10-01 - 2025-12-31

په افغانستان کې د سیمه اییزو زده کړو پیاوړتیا او پراختیا

ابرار د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په پکتیا ولایت کې د یونیسف په مالي مرسته د سیمه اییزو زده کړو پروژه پرمخ وړي چی د ۲۰۲۵ کال ددسمبر په میاشت کی به پاي ته ورسیږي. دا پروژه، چې مخکې د پاملرنې نړیوالی موسسی لخوا اداره کیده، په ۲۰۲۳ اکتوبر کی ابرار ته تسلیم شوه. ددی پروژې موخه د ښوونځي څخه لرې پاتي شوي ماشومانو ته په سیمه اییزه توګه د زده کړو د زمینو برابرول دي. دغه ښوونیز پروګرامونه د پکتیا ولایت په ۱۱ ولسوالیو لکه میرزکه، سید کرم، احمد ابا، زرمت، ګرده سرې، وزي ځدراڼ، شواک، څمکني، جانيخیل، ډنډ و پټان او ځاځي اریوب کې په لاره اچول کیږي. دغه پروژه کې د 75 چټکو زده کړو ټولګي (ALCs) او 159 د سمیه اییزو زده کړو ټولګي موجود دي چی مجموعي 234 ټولګي کیږي. د دې پروژې اصلي هدف ۸۲۲۷ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابرول دي چې ۷۷۸۴ یې نجونې او ۴۴۳ یې هلکان دي. پدغه پروژه کی ۳۱۲ فعال استاذان تدریس کوي. برسیره پردې، په پروژه کې د ښوونځي څخه بهر زده کونکو ته د تدریس او زده کړې موادو چمتو کول او د ښوونکو لپاره د روزنېز ورکشاپونه وړاندې کول هم شامل دي.