Image
  • لخوا تمویل شوی : د ښوونې او روزنې فنډ لپاره نړیوال شراکت - نړیوال بانک
  • ولایت : Kunar
  • 2024-01-01 - 2024-12-31

د تعلیم لپاره نړیواله ملګرتیا

تفصیل

د افغانستان د پوهنې وزارت د ۲۰۲۳ کال د جون میاشتې د اعلان له مخې، ټولو نړیوالو غیر دولتي مؤسسو (INGOs) ته، په شمول د Save the Children International  نوې مقررات ابلاغ شول چې له مخې یې ټولې نړیوالې غیر دولتي مؤسسې اړ دي چې په تعلیمي برخه کې خپل کارونه محلي غیر دولتي مؤسسو ته انتقال کړي، کوم چې د پوهنې وزارت سره راجستر شوي وي او د یاد وزارت له شرطونو او مقرراتو سره موافق وي.

د اوسني GPE پروژه چې په کونړ ولایت کې د دانګام او ناړي ولسوالیو پوښښ کوي، پرېکړه وشوه چې AABRAR ته وسپارل شي – د افغان معیوبینو بایسکل ځغلونې د بیا رغونې او تفریح مؤسسه، کومه چې په دې ولایت کې جغرافیوي شتون لري او په تعلیمي برخه کې یې پراخه تجربه لرله.

د پروژې د سپارلو بهیر د ۲۰۲۳ کال په پای کې پیل شو، چیرې چې ټول د CBE ټولګي د AABRAR د تعلیمي ټیم لخوا تصدیق شول، اړین اسناد یې وکتل شول، د پوهني ریاست PED او د ولسوالۍ اړوند د پوهني مدیریتونو DEDs سره لازمه همغږي ترسره شوه ترڅو د ټولنې د دود او کلتور سره سم د تعلیمي پروژې د سپارلو لاره هواره شي. د سپارلو بهیر په ۲۰۲۳ کال کې ددسمبر په ۳۱ نیټه بشپړ شو او پروژه له ۲۰۲۴ کال د جنورۍ راهیسې د AABRAR لخوا تطبیق کیږي.

هد ف
هدف
د دې پروژې هدف دا دی چې با کیفیته زده‌کړې او د ماشومانو د خوندیتوب ډاډمن شي، ترڅو په کونړ ولایت کې له کړکیچونو اغیزمن شوي او له زده کړو محرومو نجونو، هلکانو، د هغوی کورنیو او ټولنو ته امنیت او هوساینه رامنځته کړي.

د دې پروژې اړوند په دانګام او ناړي ولسوالیو کې ۱۰۰ محلي CBE ټولګي جوړ شوي دي، چې ۳۲۰۰ زده‌کوونکي په کې په فعاله توګه خپلې زده‌کړې ترسره کوي.  
هر ټولګی د وړ او غوره ښوونکو لخوا تدریسیږي چې ۸۰ نارینه او ۲۰ ښځینه ښوونکي د تدریس په ټیم کې شامل دي. دغه ټولګي په منظم ډول د اړوندې ټولنې څخه محلي (۵ نارینه او ۵ ښځینه)کارمندانواو د تعلیمي افسرانو (۱ نارینه او ۱ ښځینه) او تعالیمي روزونکو (۱ نارینه او ۱ ښځینه) لخوا څارل کیږي، ترڅو با کیفیته تدریس او د زده‌کړو ډاډ ترلاسه شي. برسیره پر دې، د ۳۰۰ غړي درلودونکي CEC شوراګانې جوړې او عملا روزل شوي هم دي ترڅو په خپلو اړوندو کلیو کې له تعلیمي فعالیتونو څخه مؤثر نظارت او ملاتړ وکړي چې د تشکیل له مخې د هر ټولګي CEC شورا درې تنه فعال غړي لري.

ګټه اخیستونکي: کوربه ټولنه

متوقع پایلې

AABRAR مؤسسې په کونړ ولایت کې په د غوره زده کړه ېیزو لاسته راړونو لپاره بیلابیل فعالیتونه ترسره کړي چې هدف یې د ټاکل شویو فعالیتونو له لارې د زده‌کړې په برخه خورا پرمختګ ترلاسه کول وو. دې مؤسسې د ځایي ټولنو، د ولایت د پوهنې ریاست (PED)، د ولسوالۍ د پوهنې مدیریت (DED) چارواکو، او دماشومانو د ساتنې نړیوالې مؤسسې Save the Children International (SCI) سره پیاوړې همغږي وساتله، ترڅو د زده‌کړې د پرمختګ لپاره یو منسجم لیدلوری تضمین کړي.

زموږ د مهمو لاسته راوړنو له ډلې څخه، یوه هم د اړینو توکو (د زده‌کوونکو کټونه، د ښوونکو کټونه، د حفظ الصحې کټونه) بریالی وېشل و، چې زده‌کوونکي یې د اغیزمنې زده‌کړې لپاره اړینو وسایلو سره سمبال کړل.

برسیره پر دې، AABRAR د ښوونکو معاشونه پر وخت توزیع آسانه کړې. 
همدارنګه ابرار مؤسسې د ښوونکو د زده‌کړې حلقې (TLCs) هم په هره میاشت دایر کړې دي ترڅو د ښوونکو دوامداره مسلکي پرمختګ چاپیریال رامنځته شي.

سربیره پر دې، AABRAR د ښوونکو او هم د ټولنې د غړو لپاره خورا ډیر مهم روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي چې هغوی ته یې د زده‌کړیزو نوښتونو د ملاتړ او نظارت لپاره اړین مهارتونه او پوهه ورانتقال کړې ده. 
دغه ګډې هڅې نه یوازې تعلیمي لاسرسی ښه کړ، بلکې د دوامداره پرمختګ لپاره یې هم ښه بستر اماده کړو.

د زیربنا په برخه کې AABRAR په فعاله توګه د حفظ الصحي او تعلیمي اسانتیاوو په ښه‌والي کار کړی او کوي یې چې اوسمهال د شپږ نوو تشنابونو د جوړولو چارې ادامه لري او په ښوونځیو کې د حفظ الصحې برخه کې اسانتیاوې په پراخه کچه ښه کوي. همدارنګه د ۳۰ محلي ټولګیو (CBE) بیا رغونه هم روانه ده ترڅو زده‌کوونکي خوندي او غوره زده‌کړیز چاپیریال ته لاسرسی پیدا کړي.

ماشومان په ځانګړي ډول نجونې، چې اوس مهال په محلي ټولګیو کې شامل شوي دي چې خپلې زده کړو ته دوام ورکړي او په خوندي زده کړه ېیزو ځایونو کې پاتې شي.

نتیجه ۱.۱: 
د محلي ټولګیو او د شبکوي ښوونځيو د زیربناوو ښه کول.

فعالت ۱.۱.۱.۱:
د AABRAR ساختماني انجینري ټیم د حکومتي تعلیمي ادارو او SCI په ګډه همغږۍ سره په اته شبکوي ښوونځیو کې د SIP لپاره پراخې ارزونې ترسره کړې،چي په هره ولسوالۍ کې څلور ښونځي شامل دي. 

فعالت ۱.۱.۱.۳:
د ۲۰۲۴ کال د می په ۲۱: د ۳۰-CBE ټولګیو د بیا رغونې او د ۶ تشنابونو د جوړولو د ارزونې په اړه د SCI کارکوونکو سره د همغږۍ غونډې وروسته، د AABRAR انجینري ټیم په عملي ډول د یادې غونډې په بله ورځ ساحې ته ولاړ، چې تر اوسه یې په ټولیزه توګه ۶۷ محلي ټولګي (۳۵- ناړی او ۳۲- دانګام) او ۵۰ تشنابونه (۲۵- ناړی او ۲۵- دانګام) ارزولي دي.

د پایلې په توګه، له ۶۷-محلي ټولګیو څخه په ټولیزه توګه ۳۹ ټولګي (۲۳- ناړی او ۱۶- دانګام) د بیا رغونې لپاره غوره شوي دي، او له ۵۰ تشنابونو څخه په ټولیزه توګه ۶ تشنابونه (۳- ناړي او ۳- دانګام) د جوړولو لپاره غوره شوي دي.

پایله: دا مهال د محلي ټولګیو د بیا رغونې او د تشنابونو د جوړولو بهیر روان دی.
پایله ۱: 
ماشومان په ځانګړي ډول نجونې، چې اوس مهال په CBE کې شامل دي ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په خوندي زده کړخ ېیزو ځایونو کې پاتې شي.

نتیجه ۱.۲: 
محلي ټولګي د ماشومانو، په ځانګړي ډول نجونو، لپاره د خوندي زده کړو ځایونو په توګه پاتي شي.

فعالت ۱.۲.۱.۳:
د ناړي او دانګام ولسوالیو د پوهنې له هر مدیر (DED) سره د یو لړ همغږۍ غونډو وروسته، زموږ ټیم په بریالیتوب سره د ټولنې د پوهنې شوراګانو (CEC) لپاره دوه مهم روزنیز ورکشاپونه ترسره کړل.

له ۱۷ تر ۱۸ جولای ۲۰۲۴ پورې: د GPE ټیم د ناړي ولسوالۍ په دارالعلوم کې د CEC ۱۵۰ نارینه ګډونوالو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ. له دې وروسته د جولای له ۲۲ تر ۲۳ پورې ټیم د دانګام هلکانو عالي لیسه کې د CEC  ۱۵۰ نارینه ګډونوالو لپاره بل دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.

د روزنې موخې:
۱. د CEC غړو د دندو او مسؤلیتونو په اړه پوهه رامنځته کول.
۲. د CEC غړو پوهنه زیاته کول ترڅو د ټولنې پر بنسټ ښوونځي څارنه وکړي.
۳. د CEC غړو وړتیاوې لوړول، ترڅو هغوی وکولای شي په مؤثره توګه ټولګي وګوري او مدیریت یې کړي.
۴. د CEC غړي د داسې مهارتونو سره سمبالول چې په ټولنه کې د CBE اړوند ستونزي وپیژني او حل یې کړي.
۵. د CBE اړوند ستونزو راپور ورکول.
فعالت ۱.۲.۱.۴:
په ناړي ولسوالۍ کې د ټولګیو په ساحه کې د بیرته ښوونځي ته د تګ کمپاین ترسره شو، چې له ۳۰۰ څخه زیاتو ځایي اوسیدونکو په کې ګډون وکړ. د کمپاین موخه دا وه چې په اړونده ټولنه کې د زده‌کړې شاملیدو او ګډون ته وده ورکړي. کمپاین والدین او ماشومان په دې وپوهول چې زده‌کړه، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره، څومره مهمه ده. د ټولنې مشران هم په بحثونو کې ګډون وکړ ترڅو د زده‌کړې ارزښت څرګند کړي او د زده‌کړې د لومړیتوب لپاره کورنۍ وهڅوي. د دغو هڅو له لارې، کمپاین موخه لرله چې د زده‌کړې لاسرسی زیات کړي او ټولنه پیاوړې کړي ترڅو د خپلو ماشومانو په راتلونکي کې پانګونه وکړي.
پایله ۲: د زده‌کوونکو د زده‌کړې پایلې ښه شي.
نتیجه ۲.۲: 
ښوونکو ته د زده‌کړې د پایلو د ښه‌والي لپاره بنسټیز ښوونیز او اضافي منابع برابر شي.

فعالت ۲.۲.۱.۲:
د ۲۰۲۴ کال د جون له ۲۴ څخه تر ۲۹ پورې په دانګام او ناړي ولسوالیو کې د ښوونکو لپاره د AABRAR لخوا یو شپږ ورځنی ښوونیز روزنیز ورکشاپ ترسره شو. د روزنې ګډونوال ۱۰۰ ښوونکي (۸۰ نارینه او ۲۰ ښځینه)، ۱۰ د محلي کارمندان (۵ نارینه او ۵ ښځینه)، یو د پوهنې افسر (نارینه) او یو د پوهنې افسر (ښځینه) شامل وو.

د دې روزنې موخه دا وه چې ګډونوال د کیفیت لرونکي تدریس طریقې، تخنیکونه او مهارتونه درک کړي.

په دې روزنه کې بیلابیل موضوعات، لکه پیداګوژي، میتودولوژي، پلان جوړونه، مثبت انضباط او ماشوم ساتنه او خوندېتوب تدریس شو. د روزنې له پیل څخه وړاندې او وروسته ازموینه ترسره شوه ترڅو د روزنې مخکې او وروسته د ګډونوالو د پوهې کچه وڅیړل شي. 
ټیم د ګډونوالو د پوهې کچه د ازموینو له لارې وارزوله چې د ګډونوالو په پوهه کې له ۷۰ تر ۹۰ سلنه پورې زیاتوالی راغلی دی.

د روزنې په ترڅ کې ګډونوالو ته خوراکي توکي، د غرمې ډوډۍ، د دواړو لورو ترانسپورتي لګښت او د لیکنو مواد هم برابر شوي وو.
موده
جنوري 2024 - دسمبر 2024
په نښه شوي ولایت
کونړ
ولسوالۍ
ناری او دانګام
ډونر
د ښوونې او روزنې فنډ لپاره نړیوال شراکت - نړیوال بانک